اَلتَّکَاثُر ۲

حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ

تردی پوری چه زیارت کوئ د قبرونو (ددی دپاره) -

دا تاکید دتکاثردی او غایة د اِلهاء ده - یعنی د مالونو وغیره په تکاثرکښی اخته ئی تردی پوری چه مړه به شئ او توبه نه اوباسئ دوهمه معنیٰ داده چه تاسو تکاثر په ژوند او اشخاصو سره کوئ تردی پوری چه په مړو سره هم تکاثرکوئ لکه چه دا طریقه د جاهلیت والو ده - دریمه معنیٰ داده چه ابوحیان په بحرالمحیط کښی ذکرکړی ده حاصل ئی دادی چه غافل کړئ‌ تاسو تکاثر تردی چه زیارت دقبرونو کوئ د تفاخردپاره او حال دادی چه زیارت د قبرونو خو جائزکړی شوی دی د وعظ اخستلو دپاره (نودارنگ څوک چه زیارت دقبر دمال ددنیا اوطلب د جاه دپاره کوی یاد نورو حاجات دنیویه دپاره کوی او هغوی په دی سبب سره د ذکراو توحید د اللّه تعالٰی نه غافل شوی وی داسی خلقو ته هم دا آیت شامل دی) او ابن عطیه په تفسیر المحرر الوجیز کښی وئیلی دی چه دا زورنه ده هغه چاته چه ډیر زیارتونه د قبرونو کوی تردی پوری چه نور عبادتونو او تعلّم دین ته ځان نه اوزگاروی - بیائی وئیلی دی لکه خلق چه نن داسی کوی چه زیارت دقبرونو ئی لازم گنړلی دی اوپه گټو او سنگ مرمر سره ئی اوچتوی اوپخوی او چتونه او آبادئ ورباندی جوړوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل