اَلتَّکَاثُر ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ

غافل کړئ‌ تاسو (حرص) د ډیرو مالونو -

سورة التکاثر

اودیته سورة الهٰکم هم وئیلی شی -
ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه هلته کښی تخویف اخروی وؤ نودلته کښی زجرذکرکوی سره د تخویف نه په شان دسورة العادیات - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی تذکیر د آخرت وؤ نوپه دی سورة کښی تزهید فی الدنیا ذکرکوی چه دا دنیا سبب د عفلت دی د آخرت نه -

دعویٰ ددی سورة:

زجردی په محبت ددنیا سره، او تخویف اخروی دی -

خلاصه ددی سورة داده:

اول زجردی په محبت ددنیا سره په (۲،۱) بیا تخویف دی په عذاب دنیوی او او برزخی سره په (۴،۳) کښی بیا زجردی په ترک د یقین سره په (۵) کښی بیا تخویف اخروی دی په دری طریقو سره -
فائده: په دی سورة کښی دوهم قسم دشمنان د قرآن ذکرکوی چه هغه دنیاپرست خلق دی -

تفسیر

دا زجردی (أَلْهَاكُمُ) لهو، غفلت او اعراض ته وئیلی شی اوهغه په دوه قسمه دی یوقسم بغیرد قصد نه - او دوهم قسم اِلهَاء په قصد سره او هغه مستلزم ده اعراض لره د حق نه او هغه گناه دی دلته دا قسم مراد دی او ددی قسم نه نهی کړی شوی وه په سورة المنافقون (۹) کښی یعنی غافل ئی کړئ‌ تاسو د القارعی د یاداشت نه او د ذکرد اللّه تعالٰی نه او دقرآن اودقبلولو دحق نه (التَّكَاثُرُ) ابن قیم وئیلی دی چه تکاثر په مال کښی، جاه کښی، ریاست کښی، ښځوکښی، تالیف او تصنیف کښی، تفریع د مسائلوکښی دا ټول تکاثر مذموم دی سیوا د نیت د تقرب الی اللّه نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل