بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الْقَارِعَةُ
آفت زړونه ټکوؤنکی -
ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره اول دادی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی بعث د اصحاب قبور وؤ او اظهار مافی الصدور ذکرشو نوپه دی سورة کښی دهغه وخت نوم ذکرکوی چه القارعة دی - او احوال ئی ذکرکوی - دوهم ربط دادی چه په هغه سورة کښی بعث د خلقو ذکرشو نوپه دی سورة کښی د هغوی تقسیم ذکرکوی دوه قسمونو ته -
تخویف اخروی په ذکرد احوالو د قیامت چه قرع ده او حال د انسان او دغرونو دی سره د تقسیم نه دوه قسمونو ته -
چه حال دقیامت ذکرکوی په صفت دقرع سره بیا ذکر دپریشانئ د انسانانو بیا ذکرد حال د فنا دغرونو بیاتقسیم د خلقو دی سره دبشارت او تخویف نه -
قیامت ته قارعه ځکه وئیلی کیږی چه ټکوی زړونو د خلقولره په هیبتونوسره او آسمانونو لره په تشقق او انفطار سره او ځمکی او غرونو لره په تدکیک سره - او قارعة د قرع نه ده په اصل کښی سخت آوازته وئیلی شی -