إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَخَبِيرٌ
یقیناً رب ددوی په دوی باندی په دغه ورځ خامخا خبردار دی -
دا علت دی د بعثراو حصل دپاره او اشاره ده چه فاعل ددی دواړو اللّه تعالٰی دی (يَوْمَئِذٍ) (سوال) اللّه تعالٰی خو اوس هم خبردی نودورځ دبعث تخصیص ئی ولی اوکړو؟ (جواب) دلته مراد جزاء ورکول دی صرف خبراوعلم نه دی ددی وجی نه تخصیص اوکړی شو - (لَخَبِيرٌ) په باطن هم علم لری لکه چه په ظاهرباندی عالم دی -
فائده: په دی سورة کښی ذکردمرض دی په (۶) کښی او سبب دمرض دی په (۸) کښی او علاج مرض دی په (۱۰،۹) کښی -