وَإِنَّهُ عَلَى ذَلِكَ لَشَهِيدٌ
او یقیناً هغه په دی باندی خامخا خبرداردی -
دا دوهم زجردی او (لَشَهِيدٌ) شهید نه مراد شهادت په لسان حال سره دی یعنی حال او اعمال ددی انسان گواهی ورکوی چه دی کنود دی یا دا تخویف دی یعنی اللّه تعالٰی دده په ناشکرئ باندی ښه عالم دی هغه به ورله سزا ورکوی -