اَلْعَادِیاتِ ۶

إِنَّ الْإِنْسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ

یقیناً انسان خپل رب لره ډیر ناشکره دی -

دا جواب قسم دی اول زجردی او د الْإِنْسَانَ نه مراد منکر انسان دی په قرینه د مابعد صفاتو سره - (لَكَنُودٌ) ددی لفظ لس معانی قرطبی ذکرکړی دی بعضی دادی (۱) ناشکری کوؤنکی (۲) هغه کسی چه مصیبتونه ذکرکوی او نعمتونه هیروی (۳) هغه کس چه یواځی خوراک کوی او بخشش نه ورکوی اوپه خپل مریانو (خادمانو) باندی ظلم کوی - او مناسبت دقسم او جواب قسم دادی چه اسونه او اښان اللّه تعالٰی دخیردپاره پیداکړی دی ظالمان انسانان ئی دظلم کولو دپاره استعمالوی اوداناشکری ده نودارنگ هرانسان چه نعمتونه د اللّه تعالٰی بی مصرفه او بی ځایه استعمالوی نوهغه کنود دی نوهرمشرک کنود دی، او اسراف کوؤنکی کنود دی، اوظالم چه خپل قوت بدنی او مالی دظلم دپاره استعمالوی نو کنود دی اوعالم چه علم خپل بی ځایه استعمالوی (عمل نه کوی دعوت نه کوی) نوکنود دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل