وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا
او را اوباسی ځمکه بوجونه خپل -
دا دوهم حال دی او نسبت د اخراج ځمکی ته مجازی دی فاعل حقیقی خو اللّه تعالٰی دی اوهرکله چه د زلزلی په باره کښی اول قول واخستلی شی نود اثقال نه مراد به خزانی د ځمکی وی لکه چه په حدیث مسلم کښی وارد دی چه مخکښی دقیامت نه به ځمکه دسرو اوسپینو زرو لوئی ټکړی را اغورځوی په شان دستنو لیکن خلق به د وجی د هیبتونو نه یا د ډیرو مالونونه دهغی نه بی پرواه وی - او که چیری دوهم قول واخستلی شی نو مراد د اثقال نه مړی دی چه په ورځ دقیامت به ځمکی نه دوباره اویستلی شی -