اَلزِّلْزَال ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا

هرکله چه اخوزولی شی ځمکه (ټوله) په خوزولود هغی سره -

سورة الزلزال

اودی ته سورة الزلزلة او سورة اذازلزلت هم وئیلی کیدی شی -
ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په دوه وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورتونو کښی (د سورة الضحیٰ نه) دری اصول د ایمان ذکرشول، رسالت، توحید اوقرآن نوپه دی سورة کښی څلورم اصل ذکرکوی چه هغه اثبات دبعث بعدالموت دی - دوهمه وجه داده چه په مخکښی سورة کښی زجر وؤ منکرینو ته نوپه دی سورة کښی تخویف اخروی دی دپاره د منکرینو -

دعویٰ ددی سورة:

اثبات دقیامت دی په ذکر د احوالو دهغی سره چه هغه پنځه دی او نوم د اللّه تعالٰی یو (رب) ذکردی -

خلاصه ددی سورة:

په دی کښی پنځه حالات دقیامت (چه هغه احوال دی) ذکرکوی (۱) زلزال (۲) اخراج الاثقال (۳) تحدیث بالاخبار والاحوال (۴) تشتیت الناس و صدورهم الاَرَاءةِ الَاَعْمَال وملاقات کلَّ انسان مع الاعمال - اوپه مینځ کښی حیرانتیا د انسان ذکرکړی ده -

تفسیر

دا اول حال دی اوپه دی زلزلة کښی د مفسرینو دوه قولونه دی اول داچه دابه وی په وخت د فنا ددنیا کښی مخکښی د ورځ دقیامت نه د علاماتو د قیامت نه به وی لکه چه دا اول قول وؤ په آیت دسورة حج کښی او دوهم قول دادی چه دا په وخت د بعث بعدالموت کښی ده او داقول مناسب دی د روستو يَوْمَئِذٍ سره چه دوه کرته ذکردی اوهغه خو ورځ د قیامت ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل