اَلْقَدْر ۴

تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ

راکوزیږی ملائک او روح په هغه شپه کښی په حکم درب خپل دهرکار په باره کښی -

په دی کښی دوهم عظمت ذکر کوی یعنی په دی کښی ډیر ملائک نازلیږی او نزول د ملائکو دپاره د نزول دبرکاتو دی (وَالرُّوحُ) مراد ددی نه جبرئیل علیه السلام دی چه په یوه ډله د ملائکو کښی راکوز شی اوسلام کوی او دعا کوی هرهغه بنده ته چه اولاړ وی یا ناست وی او اللّه تعالٰی یادوی (مِنْ كُلِّ أَمْرٍ) مِن په معنیٰ د با سره دی اومراد د امر نه هغه کارونه دی چه تقدیر دهغی دیوکال دپاره ملائکو ته شپارلی شوی وی یا مراد ترینه هرخیراوبرکت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل