لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ
شپه د قدر غوره ده د زرو میاشتو نه -
په دی کښی عظمت ددغی شپی ذکرکوی په تفصیل سره او دا اول عظمت دی - اکثرمفسرینو وئیلی دی چه مراد دادی چه عمل دنیکئ په دی شپه کښی غوره دی (ثواب او برکات ئی ډیردی) په نسبت ددغه کولو په زرو میاشتوکښی چه ددغه شپی نه علاوه وی اودارنگ کوم خیراوبرکات چه په دغه کښی نازلیږی نودهغی مثال په زرو میاشتو کښی نه موجودیږی او زرمیاشتی برابردی ددری اتیا کلونو او څلورو میاشتو سره او بعضو مفسرینو وئیلی دی چه أَلْفِ شَهْرٍ کنابه ده دټولی زمانی نه ځکه چه عرب اَلفِ ذکرکوی د غایة دڅیزونو دپاره لکه په أَنْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ بقره (۹۶) کښی دی -