اَلتِّیْن ۸

أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَحْكَمِ الْحَاكِمِينَ

آیا نه دی اللّه تعالٰی پخه فیصله کوؤنکی د فیصلی کوؤنکو ته -

دا تصریح ده په دعویٰ د توحید چه احسن تقویم کښی اشاره ذکروه او دا رد دشرک فی التصرف والحکم دی ځکه مراد د حکم نه عام دی حکم تکوینی یعنی تصرفات کونیه او حکم تشریعی دواړوته عام دی او دا صفت د اللّه تعالٰی په سورة هود (۲۵) کښی ذکرشوی دی او احکم تفضیل کښی اشاره ده چه هر تصرف او حکم شرعی د اللّه تعالٰی مضبوط‌ دی څوک ئی مقابله نشی کولی اوپه هغی باندی د هیچ چا اعتراض او اپیل نه چلیږی - اوپه حدیث د ترمذی کښی د ابوهریرة رضی اللّه عنه نه مرفوعاً‌ نقل دی چه چا والتین والزیتون او بیائی الیس اللّه باحکم الحاکمین اولوستلو نو ورپسی دی اوائي بلٰی او انا علٰی ذالک من الشاهدین -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل