اَلتِّیْن ۷

فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ

نو څه څیز دروغژن گرځولی شی تا روستو ددی نه د جزا په باره کښی -

دا تفریع ده په مخکښی ذکر د قدرتونو د اللّه تعالٰی باندی دپاره د اثبات دورځ د جزا او ددی وجی نه ئی (فا) راوړی ده یعنی هغه اللّه تعالٰی چه دهغه دقدرت مثالونه په تین، زیتون، طور، بلد امین او انسان اوبه هغوی کښی په تقسیم کولو کښی ښکاره دی نو معلومه شوه چه هغه اللّه تعالٰی قادر دی به بعث بعدالموت او په جزا ورکولو باندی، نو څه دلیل د تکذیب کیدی شی دپاره د مکذبینو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل