اَلْاِنْشِرَاح ۵

فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا

یقیناً‌ د سختئ سره اسانتیا وی -

دا دعویٰ دسورة ده (تسلی) تفریع ده په مخکښی دری نعمتونو باندی یعنی دغه نعمتونه سبب دی د یُسر (آسانتیا) په دنیا او آخرت کښی (الْعُسْرِ) صحیح داده چه په اوله جمله کښی عسر دنیوی یعنی فقر او غریبی مراد دی چه په هغی پسی ډیرغنیمتونه او فتحی د ملکونو راغلی او اللّه تعالٰی په نبی ﷺ باندی او صحابوباندی دنیوی وسعتونه راوستل - اوپه دوهمه جمله کښی د عسرنه مراد عسرِ دینی دی یعنی دینی تکالیف او مصائب په اول وخت کښی ډیر وؤ بیا د اللّه تعالٰی دطرف نه فتح او نصرت راغی او خلق به ډلی ډلی په دین کښی داخلیدل او دارنگ په دی پسی اخروی یُسر دی (جنتونه) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل