اَلْاِنْشِرَاح ۴

وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ

او پورته کړی دی مونږ تالره ذکر(یادول) ستا -

دا دریم انعام دی رفع د ذکر د نبی ﷺ په ډیروطریقو سره ده اول ذکر دهغه په کلمه د تشهد کښی دی اوپه اذان کښی او په خطباتو کښی او دوهم په منبرونو باندی په ورځ دجمعی او اخترونو او وعظونو کښی - دریم ذکر دهغه په مخکنو کتابونو کښی - څلورم میثاق اخستل د مخکنو انبیاء علیهم السلام نه په باره دده کښی - پنځم ذکر دده په ملائکو کښی - شپږم ذکر دده په مقام د اطاعت د اللّه تعالٰی کښی (اطیعوا اللّه و اطیعوا الرسول) اوپه مقام د رضا کښی (واللّه و رسوله احق ان یرضوه) - اووم په اوچتو او شریف اخلاقو سره متصف کیدل -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل