وَوَضَعْنَا عَنْكَ وِزْرَكَ
او سپک کړی دی مونږ ستانه بوج ستا -
دا دوهم انعام ذکرکوی یعنی د نبوت ورکولو نه روستو د نبوت کار آسانول (وَوَضَعْنَا عَنْكَ وِزْرَكَ) وِزرَ بوج ته وئیلی شی او وضع د وزر بوج سپکول او بوج لری کولو ته وئیلی شی او وزر نه مراد نبوت دی ځکه د وحی بوج دومره زیات وؤ چه په نبی ﷺ په ابتداء کښی داسی هیبت راغلی وؤ چه نزدی وه چه ځان ئی د غر د سرنه راغورځولی وی لیکن جبرئیل علیه السلام منع کړو اوپه سخت ژمی کښی به په هغه باندی خوله راتلله لیکن دا بوج اللّه تعالٰی آسان کړو تردی پوری چه هغه ښه په آسانه طریقه سره وحی ایزده کوله اوپه رسولو د وحی کښی هم ډیرمصیبتونه تکالیف وو د وجی د مخالفت د قوم نه لیکن هغه هم اللّه تعالٰی آسان کړل -