بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ
آیا نه ده پرانستلی مونږ تا لره سینه ستا -
او نور نومونه ئی دادی سورة الم نشرح او سورة الشرح -
ربط: ددی سورة د سورة الضحیٰ سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی یو قسم تسلی وه نبی ﷺ ته اوپه دی سورة کښی بل قسم تسلی ده هغه ته - دوهمه وجه په هغه سورة کښی تذکیروؤ په دری انعاماتو سره مخکښی د نبوت نه اوپه دی سورة تذکیردی په دری نعمتونو سره روستو د نبوت نه -
تسلی ده نبی ﷺ ته په (۶،۵) کښی او وعده ده د یُسر روستو د عُسر نه په دلیل د دری نعمتونو سره او تیزی ورکول دی په (۸،۷) کښی په دعوت باندی او د اللّه تعالٰی یو اسم ذکردی (رب) او دری صفات فعلیه دی -
چه اول یاداشت د دری نعمتونو دی بیا تسلی ده په یُسرسره بیا تیزی ده په دعوت باندی په مینه د اللّه تعالٰی سره -
فائده: په دی دواړو سورتونو کښی لوی مقصد اثبات د صدق د رسول اللّٰه ﷺ دی -
دا اول انعام ذکرکوی او دا انعام د موسیٰ علیه السلام په دعا کښی ذکردی سورة طٰهٰ (۲۵) کښی، او دا سبب دهدایت دی لکه چه په سورة انعام (۱۲۵) کښی او سبب د نوردی لکه په سورة زمر (۲۲) کښی او مراد دشرح صدرنه ضروری علمونه او معارف ورکول دی او هرقسم شبهات او شکونه د زړه نه زائل کول دی -