وَأَنْتَ حِلٌّ بِهَذَا الْبَلَدِ
او ستا بی عزتی کیدی شی په دی ښار کښی -
(حِلٌّ) مفسرینو ددی ډیر وجوه لیکلی دی یوداچه دا په معنیٰ د مستقبل سره دی او بشارت دفتح مکه دی روستو د هجرت کولو نه یعنی تالره به اجازت درکړی شی د قتال کولو په دی بلد کښی - دوهمه وجه داده چه حِل استحلال د حرمت ته وئیلی شی لکه په لاتحلّوا شعائراللّه کښی یعنی مشرکان ستا بی عزتی کوی په دی ښارکښی په اراده د قتل سره اوپه ویستلوسره او په سبب د سب وشتم سره -