اَلْبَلَد ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
لَا أُقْسِمُ بِهَذَا الْبَلَدِ

داسی نه ده قسم کوؤم په دی ښار باندی -

سورة البلد

ربط: ددی سورة مخکښی سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی ترغیب وؤ تضرع کولوته په اوقاتود استجابت کښی نوپه دی سورة کښی ترغیب دی صالح محنت کولوته او تحذیردی د ناکاره محنت نه - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی زجروؤ په عدم اکرام د یتیم او عدم اطعام مسکین باندی نوپه دی سورة کښی ترغیب ورکول دی په اکرام او اطعام د یتیم او مسکین باندی سره دایمان نه -

دعویٰ د سورة:

ترغیب دی د تحمل دمحنت کولوپه صالح طریقه سره او اجتناب کولو ته د محنت سیئّه نه په (۴) کښی او په دی صفات فعلیه د اللّه تعالٰی دری ذکرکړی دی - خلق د انسان جعل د اندامونو او هدایت -

خلاصه د سورة:

دوه شهادتونه ذکرکوی په دعویٰ دسورة باندی تر (۴) پوری بیا زجردی په مشقت سیئه باندی په (۶) کښی سره د ناکاری عقیدی نه په (۷،۵) کښی اوله عقیده انکار دقدرت د اللّه تعالٰی نه او دوهمه عقیده انکارد علم د اللّه تعالٰی نه او دا منشا ده دپاره د ناکاره مشقت کولو - بیا ذکرد څلورو انعاماتو دی په (۱۰،۹،۸) کښی چه په هغی سره تمیزکیدلی شی په مینځ د ښه او بد مشقت کښی - بیا ذکردی د مشقت صالحه په شپږ امورو سره سره دبشارت نه تر (۱۸) پوری او هغه ته ئی نوم ایخی دی (عقبه) بیا تخویف اخروی دی مشقت سیئه کوؤنکی ته په (۲۰،۱۹) کښی -

تفسیر

(بِهَذَا الْبَلَدِ) دا اول قسم دی او اجماع ده دمفسرینو چه مراد ددی نه مکه مکرمه ده چه هغه ام القریٰ او ام البلاد ده اوددی نه ټوله ځمکه غوړولی شوی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل