اَلْفَجْر ۶

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ

آیا نه گوری چه څنگه کار اوکړو رب ستا د عادیانوسره -

روستو د ذکرکولو د حال د تضرع کوؤنکونه حال د متکبرینو ذکرکوی په طریقه د تخویف دنیوی سره او دهغوی دری نمونی ذکرکوی اول هغه قوم چه دهغوی استکبار وؤ په کثرت د مال او قوت دبدنونو سره یعنی عادیان (بِعَادٍ) عاد دا نوم دیو نیکه ددوی وؤ نوبیاد قبیلی نوم اوگرځیدو (إِرَمَ) اشاره ده چه دا عاد اُولٰی دی ځکه چه عاد ځوی د اِرم اوهغه ځوی د عوص او هغه ځوی د سام او هغه ځوی د نوح علیه السلام وؤ (ذَاتِ الْعِمَادِ) معنیٰ داده چه دوی اکثرپه داسی خیمو کښی اوسیدل چه په ستنو باندی اولاړوی یادا چه ددوی بدنونه دنگ دنگ په شان د اوږدو ستنو وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل