هَلْ فِي ذَلِكَ قَسَمٌ لِذِي حِجْرٍ
یقیناً شته په دی کښی پوره حصه عقل والو لره -
دا جواب قسم دی او هَل په معنیٰ د اِنَّ سره دی - ذَلِكَ، اشاره ده پنځو واړو قسمونو ته په تاویل د مذکورسره (قَسَمٌ) په معنیٰ د حلف سره دی او خازن وئیلی دی چه په معنیٰ د مکتفیٰ دی یعنی دا قسمونه فائده ورکوی عقل والو ته هغوی په دی قسمونو باندی اکتفاء او باور کوی یا قسم په معنیٰ دقِسم سره دی په معنیٰ د حصی سره یعنی په دی مبارک اوقاتو کښی عقل والا حصه موندلی شی - او په دی اوقاتو کښی اللّه تعالٰی ته عاجزی او تضرع کوی (حِجْرٍ) په اصل کښی هغه څیز ته وئیلی شی چه منع کول کوی او عقل ته ددی وجی نه وئیلی شی چه عقل هم منع کوؤنکی دی د قبائحو نه او دعبث وخت تیرولو نه او د فانی دنیا د محبت کولو نه -