وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ
بعضی مخونه به په دغه ورځ ذلیل وی -
دا تقسیم د خلقو دی دوه قسمونو ته په دی آیاتونو کښی ذکردیوقسم دی چه هغی ته اشقیٰ (بدبخت) وئیلی شوی دی اودوی ته تخویف دی په لس طریقوسره (نَاصِبَةٌ) دا هم په دنیا کښی دی یعنی ځان ستړی کوی په مونځونو روژو او نور عبادتونو وغیره سره یاپه آخرت کښی دی یعنی ستړی او تکلیف تیروؤنکی به وی په اور دجهنم کښی - امام بخاری وئیلی دی چه داپه باره د نصاریٰ (رهبان) کښی دی - نو ملعومه شوه چه دا آیت د عموم د الفاظو د وجی نه هربدعتی ته شامل دی -