اَلْغَاشِیَه ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ

یقیناً راغلی دی تاته خبر د آفت پټوؤنکی -

سورة الغاشیه

ربط: ددی سورة دماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په سورة اعلٰی کښی من یخشی او اشقی (ویریدونکی د اللّه نه او بدبخت خلق) ذکرکړل نوپه دی سورة کښی هغوی له بشارت تخویف ذکرکوی -

دعویٰ د سورة:

تخویف دی منکرینوته او بشارت مؤمنانولره اوتذکیرپه قرآن سره دپاره دیاداشت د غاشیه (قیامت) او د اسماؤ نه صرف اللّه ذکردی او دوه صفتونه (تعذیب او حساب کول) ذکردی -

خلاصه د سورة:

اول تخویف اخروی دی منکرینوته په لس طریقوسره تر (۷) پوری بیا بشارت دی مؤمنینو ته په لس طریقوسره تر (۱۶) پوری بیا څلور دلیلونه دی په توحید باندی اوپه هغی کښی اشاره ده څلور صفتونو د مُذَکَّر (داعی) ته (انقیاد، نفع، استقلال، تواضع) بیا امردی په تذکیر بالقرآن دپاره د یاد داشت د قیامت او د توحید - اوبیا تسلی ده په ۲۲ کښی او اختتام دسورة دی په تخویف سره په شان د ابتداء د سورة -

تفسیر

په دی کښی تذکیردی په باره دقیامت کښی (الْغَاشِيَةِ) هغه آفت چه پټوی خلقو لره په هیبتونو او گبراهټونو سره اویو نوم دی د نومونو دقیامت نه یا نوم د اور دجهنم دی چه پټوی به ټول بدنونو د جهنمیانو لره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل