اَلطَّارِق ۵

فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ مِمَّ خُلِقَ

نو اودی گوری انسان چه د څه نه پیدا کړی شوی دی -

داد اثبات د معاد دپاره دلیل ذکرکوی دمبداء‌ دانسان نه او داسی استدلال قرآن کریم کښی په ډیرو آیاتونو کښی شته (فَلْيَنْظُرِ) مراد ددی نه نظر دعبرت اوفکرکول دی (مَاءٍ دَافِقٍ) مراد د انسان نه د آدم او حواء علیهم السلام نه علاوه ټول انسانان دی (دَافِقٍ) په دی کښی اشاره ده چه کومه نطفه بغیرد شهوت (دفق) نه رااوځی نودهغی په استعمال سره حمل نه جوړیږی (التَّرَائِبِ) زجاج نه روایت دی چه ترائب څلورپښتئ دی دخی طرف دسینی نه اوڅلورپښتئ د گس طرف دسینی نه اومراد ترینه ترائب دزنانه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل