اَلطَّارِق ۴

إِنْ كُلُّ نَفْسٍ لَمَّا عَلَيْهَا حَافِظٌ

نیشته هیڅ یو نفس مگرشته په هغه باندی ساتنه کوؤنکی -

داجواب قسم دی او حافظ نه مراد اللّه تعالٰی دی لکه په سورة یوسف (۶۴) اوسورة انبیاء (۴۲) کښی دی یعنی اللّه تعالٰی دهرچا حفاظت کوؤنکی دی او هغه چه د چا حفاظت نه کوی نوبل څوک ئی نشی کولی لکه سورة مؤمنون (۸۸) کښی یا مراد د حافظ نه جنس د ملائکو دی یعنی په هریو نفس باندی ډیرملائک مقرر دی چه دهغه حفاظت کوی لکه په سورة رعد (۱۱) کښی دی (مناسبت) په مینځ دقسم اوجواب قسم کښی دادی چه اللّه تعالٰی آسمان محفوظ کړی دی (سَقْفًا مَّحْفُوظًا) اوپه الطارق (ستوروسره) د آسمان حفاظت کوی د شیطانانونه نودارنگ د هرانسان حفاظت کوی په خپله اوپه واسطه د ملائکو سره نو معلومه شوه چه دانسان پیدائش مهمل نه دی بلکه دی مکلف دی په احکامو د اللّه تعالٰی سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل