قُتِلَ أَصْحَابُ الْأُخْدُودِ
تباه کړی شول کنستونکی د کندو -
دا مثال دتخویف دنیوی دی چه دعویٰ د سورة ده او عذاب د اصحاب اخدود اود هغوی پنځه حالات ذکرکوی (قُتِلَ) د ابن عباس رضی اللّه عنهما په نیز په قرآن کښی قتل (په محل ددعا کښی) په معنیٰ دلعنت دی (الْوَقُودِ) په زور د واوسره په معنیٰ د خشاک د اور بلولو دی یعنی دا لوی اور وؤ چه ډیر خشاک نه ډک وؤ (وَهُمْ عَلَى مَا يَفْعَلُونَ بِالْمُؤْمِنِينَ شُهُودٌ) په دی کښی اشاره ددوی ډیرجبراوتشدد او بی رحمتئ ته چه سره ددوی چه دوی ناست وؤ یعنی دځای نه نه خوځیدل او دمؤمنانو دسوځیدلو تماشه ئی کوله اوپه زړونو کښی هیڅ ترس او رحم نه پيداکیدلو اوددی واقعی په باره کښی ابن کثیر روایات د مسند احمد نه او صحیح مسلم او جامع ترمذی او محمد بن اسحاق نه نقل کړی دی او دهغی واقعی نه معلومیږی چه دا په نجران کښی په زمانه د فترة (په مینځ د عیسیٰ علیه السلام اود بعث د نبی ﷺ) کښی تیره شوی ده هرکله چه اکثریهودو او نصاریٰ دین د توحید پریخودلی وؤ اوپه شرک، سحر، کهانت کښی اخته شوی وؤ اوبعضی راهبان مؤحدین د ویری دوجی نه په گوټونو کښی ناست وؤ نو دیوراهب مؤحد په وجی سره د عبداللّه بن تامرنومی هلک دتوحید تربیت اوکړی شو اوهغه له اللّه تعالٰی بعضی کرامات هم ورکړی وؤ او دهغه ملگرو دتوحید دعوت شروع کړو نو دهغی وخت بادشاه اوډیرخلقو دهغوی مخالفت شروع کړو او راهب ئی په اره باندی پری کړو او عبداللّه بن تامرئی دهغه په غشی سره شهید کړو او نور مؤحدین ئی د اور کندی ته اوغورځول اوپه هغی کښی ئی شهیدان کړل نود اللّه تعالٰی غضب په هغه قوم باندی راغی او لعنت پری اوکړی شو - اوقرطبی وئیلی دی چه په دی واقعه کښی ددی امت دعوت کوؤنکو لره عبرت دی چه په بیان دحق کښی دی کلک شی او تکلیفونه او مصیبتونه دی په شان دهغه نوجوان تیرکړی تردی پوری چه خپل سرهم په لار د اللّه تعالٰی کښی قربان کړی (اَلّٰهُمَّ وَقَّفٌنَا لِهٰذَا الٌعَمَل) -