اَلْبُرُوْج ۳

وَشَاهِدٍ وَمَشْهُودٍ

او تماشگیر او هغه څوک چه تماشه ئی کیدی شی -

په دی کښی ډیر اقوال دی اول دا چه شاهد ورځ دجمعی ده او مشهود ورځ د عرفی ده اودا حدیث کښی راغلی دی اودهغه په رفع کښی ضعف دی او موقوف صحیح دی - دوهم اعضآء‌ د انسان شاهد دی او انسان مشهود دی - دریم انسان شاهد دی او ورځ دقیامت مشهود ده لکه په سورة هود (۱۰۳) کښی دی - څلورم هرنبی شاهد دی په امت خپل باندی او امت دهغه مشهود دی - پنځم لوستونکی د قرآن او ملائک شاهد دی او لوستل دقرآن مشهوددی لکه چه فرمائیلی دی(ان قرآن الفجرکان مشهوداً) شپږم هرکافر چه په دنیا کښی مؤحدینو تماشی کوی او هغوی له عقوبتونه ورکوی نو هغه شاهد دی اومؤمن مشهود دی لکه چه اصحاب اخدود ته ئی مشهود وئیلی دی - اووم په عکس ددی یعنی په ورځ دقیامت هرمؤمن شاهد دی او هرکافر مشهود دی، غوره داده چه دا دواړه الفاظ مطلق دی نودی ټولو ته شامل دی تخصیص ئی صرف په طریقه د مثال سره دی -
فائده: ددی قسمونو په جواب کښی اختلاف دی بعضو وئیلی دی چه جواب پټ دی یعنی اِنَّ هٰوُّلَاءِ مِعَذَّبُونَ او دبعضو قول دادی چه إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ ددی جواب دی، دفراء قول دادی چه قُتِلَ کښی لَقَدْ پټ دی او دائی جواب دی او مناسبت دقسم د جواب قسم سره دادی چه په آسمان اوپه نمر، سپوږمئ اوستورو کښی نمونی دعذاب شته چه په مخکښی بعضی قومونو باندی ددی نه عذابونه راغلی دی او یومِ موعود خو دمنکرینود عذاب دپاره ده او هرشاهد (لیدونکی) د اللّه تعالٰی عذابونه لیدلی دی اوپه هرمشهود باندی دعذابونو نښی شته دی دا ټول حالات دلالت کوی چه دی منکرینو ته به اللّه تعالٰی په دنیا کښی عذاب ورکوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل