فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ
نوهغه څوک چه ورکړی شی عملنامه دهغه په خی لاس دهغه کښی -
دا تفصیل د دواړه قسمونو د اصحاب کدح دی نوپه دی آیاتونو کښی بشارت دی (حِسَابًا يَسِيرًا) او حدیث صحیح کښی راغلی دی چه نبی ﷺ اوفرمائیل چه چا سره حساب اوکړی شو نو تباه شونو عائشه رضی اللّه عنها تپوس اوکړو چه اللّه تعالٰی خو فرمائیلی دی چه اصحاب الیمین سره به هم حساب کیږی جواب اوشو چه مراد ددی نه عرض دی یعنی اعمال به ورته پیش کړی شی نودی به اویریږی نو اللّه تعالٰی به اوفرمائی چه ما تاته دا ټول معاف کړی دی (إِلَى أَهْلِهِ) مراد ترینه اهل جنت دی حوری غلمان او هغه دنیوی اهل چه جنت ته داخل شوی وی (مَسْرُورًا) دا په بدل دهغه مشقتونو او غمونو کښی دی چه په دنیا کښی تیر کړی دی -