يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَاقِيهِ
ای انسانه یقیناً ته مشقت کوؤنکی يی (په رسیدلو کښی) خپل رب ته مشقت کول نو مخامخ کیدونکی ئی د هغه سره -
دا دعویٰ دسورة ده (الْإِنْسَانُ) نه مراد جنس انسان دی که نیک شخص دی او که ناکاره - (كَادِحٌ) کدح په لغت کښی عمل او کسب کول دی په ښه مشقت سره عمل دخیروی او که دشروی -