اَلْاِنْفِطَار ۱۹

يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِنَفْسٍ شَيْئًا وَالْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِلَّهِ

هغه ورځ چه نه به مومی اختیار هیڅ نفس لره د څه څیز اوټول اختیار په هغه ورځ د اللّه تعالٰی دی -

دا ذکردبعضی عظمت شان د هغه ورځ دی (يَوْمَ لَا تَمْلِكُ) په دی جمله کښی نفی د مِلک ا وتصرف ده د غیراللّه نه اوپه دوهمه جمله کښی اثبات دهغی دی خاص اللّه تعالٰی لره ا ودا پوره توحید دی (وَالْأَمْرُ) امرعام دی د ملک (بادشاهئ) نه (يَوْمَئِذٍ) اوس په دنیا کښی هم امر (اختیار) صرف د اللّه تعالٰی دی په دلیل د سورة اعراف (۵۴) اوسورة قصص (۶۸) سره لیکن د تخصیص دآخرت ئی په دی وجی سره اوکړو چه دنیا کښی بعضی خلق دشرکت دعوی کوی خو آخرت کښی دا نشی کولی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل