وَإِذَا السَّمَاءُ كُشِطَتْ
اوهر کله چه د آسمان نه پوستکی اویستلی شی -
دا څلورم حال دی (وَإِذَا السَّمَاءُ) مراد دجنس سماء نه ټول آسمانونه دی (كُشِطَتْ) کشط او قشط په اصل کښی د اوښ او وغیره نه څرمن ویستل دی په زور سره مراد دادی چه موجوده شکل د آسمان به بدل کړی شی اگر چه اصل به باقی وی -