وَإِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ
او هرکله چه عملنامی را خوری کړی شی -
دا دریم حال دی (وَإِذَا الصُّحُفُ) مراد ددی نه صحیفی دعلمونو دی چه ملائکو لیکلی دی - (نُشِرَتْ) کولاؤ به کړی شی، کله چه په مرگ د انسان سره صحیفه دهغه را غونډه کړی شی نوپه ورځ دقیامت به راپرانستلی شی - دوهمه معنیٰ داده چه عملنامی به تقسیم کړی شی چاته په ښی لاس کښی او چاته په گس لاس کښی به ورکړی شی -