ثُمَّ أَمَاتَهُ فَأَقْبَرَهُ
بیائی مړ کړی دی نو قبرته ئی بوتلی دی -
(ثُمَّ) دلیل دی چه د پيدائش او د مرگ په وخت کښی اکثر فاصله وی او فا په فاقبره کښی اشاره ده چه دفن متصل په کار دی یعنی دغسل، تجهیز، تکفین جنازی او دفن په کارونو کښی اسراع (تادی) په کار ده لکه چه حدیث کښی دی (اسرعوا بالجنازةِ) (أَمَاتَهُ) دا دلیل دی چه مرگ هم په حکم او اختیار د اللّه تعالٰی سره دی طبعی امرنه دی لکه چه دهریان وائی (فَأَقْبَرَهُ) قبره او اقبره کښی فرق دادی چه اول په معنیٰ ددفن کولو په خپلو لاسونو سره دی او دوهم په معنیٰ د امرکولو دی په دفن سره او ددفن دپاره تیارول -