ثُمَّ السَّبِيلَ يَسَّرَهُ
بیا لارئی ورته اسانه کړی ده -
(السَّبِيلَ) مراد ددی نه لاردوتلو دبچی ده د خیټی دمورنه چه هغه اللّه تعالٰی آسان کړی ده، شربینی لیکلی دی چه بچی د مورپه رحم کښی سر بره او خپی ئی کوزی وی لیکن په وخت د پیدائش کښی سرمخکښی او خپی روستو شی دا آسانول د اللّه تعالٰی دطرف نه دی یامراد د سبیل نه لار دهدایت او لار دگمراهئ ده -