يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلَائِكَةُ صَفًّا لَا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَقَالَ صَوَابًا
په هغه ورځ چه اودریږی روح او ملائک صفونه خبری به نشی کولی مگر هغه څوک چه اذن (اجازت) کړی وی هغه ته رحمٰن ذات او وئیلی وی حقه خبره -
(الرُّوحُ) په دی کښی قرطبی اته اقوال نقل کړی دی:
(۱) ارواح د بنی د آدم اسم جنس دی مراد ترینه جمع ده (۲) جبرئیل علیه السلام چه هغه ته روح القدس او روح الامین هم وئیلی شوی دی (۳) یو ملک دی د ملائکونه چه هغه د ډیر غټ والی د وجی نه به مستقل صف وی - (۴) ټول بنو آدم مراد دی ـ (۵) دا مستقل لښکری د اللّه تعالٰی د لښکرونه غیر د ملائکونه (۶) قرآن مراد دی لکه چه په سورة شوریٰ (۵۲) کښی دی - (۷) اشراف د ملائکو - (۸) مستقل مخلوق په شکل د بنوآدم لیکن غیر دهغوی نه - ابن جریر په دی کښی توقف کړی دی او ابن کثیر څلورم قول غوره کړی دی او اکثرو مفسرینو دوهم قول غوره کړی دی (لَا يَتَكَلَّمُونَ) دلته مراد د بل چا دپاره شفاعت کول دی اوپه لایملکونه منه خطابا کښی عام مراد وؤ یاد ځان دپاره څه خبره کول مراد وؤ داسی په سورة هود (۱۰۵) کښی هم تیرشوی دی اوپه حدیث کښی راغلی دی چه خبری به نشی کولی هیڅ څوک سیوا د رسولانو نه (وَقَالَ صَوَابًا) مراد ددینه حقه وینا کول دی نوکلمه د توحید وئیل په دنیا کښی او صرف دمؤمن د پاره شفاعت کول په آخرت کښی داپه صواب کښی داخل دی -