رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الرَّحْمَنِ لَا يَمْلِكُونَ مِنْهُ خِطَابًا
رب د آسمانونو او دځمکی دی او دهغی چه په مینځ ددی دواړو کښی دی رحمان ذات دی نه به لری وس دهغه سره د خبرو کولو -
(لَا يَمْلِكُونَ مِنْهُ خِطَابًا) مراد د خطاب نه مطلق خبری کول دی یاخبره د سفارش د چادپاره ، یا مراد ددی نه اللّه تعالٰی ته امر او حکم کول دی په دی کښی هیڅ څوک دهیڅ خبری طاقت او اختیار نه لری هان شفاعت بالاذن ترینه مستثنیٰ دی لکه سورة بقره (۲۵۵) اوسورة هود (۱۰۵) اوپه دی آیت کښی توحید د ربوبیت او رد د شفاعت شرکیه (قهریه) دی -