بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
عَمَّ يَتَسَاءَلُونَ
د څه په باره کښی دوی تپوسونه کوی (دیوبل نه) -
اودی ته سورة عمّ او سورة عمّ یتساءلون او سورة التساؤل او سورة المعصرات هم وئیلی کیږی -
ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو طریقو سره دی اوله طریقه داده چه په مخکښی سورة کښی زجروؤ په تکذیب باندی نو په دی سورة کښی زجردی په اختلاف او تساؤل باندی - دوهمه طریقه داده چه په هغه سورة کښی نوم دقیامت وؤ په یوم الفصل سره نوپه دی سورة کښی د مکذبینو او متقیانو په مینځ کښی فصل او فرق ذکرکوی په لس لس وجوهو سره -
زجردی منکرینو د بعث بعدالموت ته او اثبات دهغی دی په دلیلونو اوپه احوال دمنکرینو او متقیانو سره تخویفاً او بشارةً - او دوه اسماء حسنیٰ (رب، رحمان) او څوارلس صفات فعلیه ئی ذکرکړی دی -
اول رجردی په انکار دبعث بعدالموت په طریقه د تساؤل او اختلاف سره تر (۵) پوری بیائی لس انعامات ذکرکړی دی په دلیل دقدرت سره په بعث بعدالموت باندی تر (۲۶) پوری بیا تخویف اخروی دی په لس وجوهوسره دپاره د منکرینو او بشارت دی په لس وجوهوسره دپاره د متقیانو -
دا زجردی په انکار دبعث او دقران سره (يَتَسَاءَلُونَ) مراد د تساؤل نه عبث بحثونه کول دی ځان پوهه کول ئی مقصد نه دی (عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ) مراد د نباءِ عظیم نه بعث بعدالموت دی ځکه چه خبر دقیامت ډیر لوی او دروند دی په آسمانونو اوپه ځمکه کښی یا مراد ددی نه قرآن او توحید دی لکه سورة ص (۶۷) کښی (مُخْتَلِفُونَ) څوک تصدیق کوی او څوک انکار، او څوک وائی چه ارواح به صرف بعث کیږی اوڅوک وائی چه بعث به د لږ وخت دپاره وی - اود قران په باره کښی اختلاف دادی چه وائی دا سحردی، کهانت دی، شعردی، کلام د مجنونودی، خوبونه دی، افتراءد ه -