فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ
نو په کومه یوه خبره به روستو ددی نه دوی ایمان راوړی -
هرکله چه لس کرته ئی تکذیب د مکذبینو ذکرکړو نو آخری زجردادی چه دا تکذیب په اصل کښی تکذیب قرآن دی نو چه دوی ددی تکذیب کوی نو بل به کوم کلام وی چه دوی به په هغی ایمان راوړی ابن کثیر حدیث د ابوهریرة رضی اللّه عنه ذکرکړی دی چه څوک دا آیت اولولی نو ورپسی دی اولولی (په طریقه دجواب سره) امنت باللّه وما انزل -