وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًا وَمُلْكًا كَبِيرًا
اوکله چه ته اووینی هغه ځآی نو اوبه وینی نعمتونه او بادشاهی لویه -
د خاص تفصیلی نعمتونو نه روستو اجمالی او عام نعمتونو ته اشاره کوی چه دهغی شمار مخلوق ته معلوم نه دی ددی وجی نه نعیماً ئي نکره ذکرکړی ده (مِنْ فِضَّةٍ) او سورة فاطر(۳۳) او سورة حج (۲۳) کښی ئی ذهب ذکرکړی دی په اعتبار دتقسیم د جنتیانو سره دوه قسمونو ته ذهب دپاره د مقربون او فضه دپاره د ابرارو یادا چه ددوی لاسونوته به دواړه قسمونه اساور اغوستلی شوی وی ذهب او فضه دواړه یا ذهب به دپاره د زنانو وی او فضه دپاره د نارینووی یا به ذهب دپاره د جنتیانو وی اوفضة به د ولدانو دپاره وی (طَهُورًا) نجس به نه وی په شان دشرابو ددنیا - او خیری نه به هم پاک وی اوددی نه به لوی بول او واړه بول نه جوړیږی -