اَلدَّهْر ۱۹

وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَنْثُورًا

او ډیربه ځی راځی ددوی خدمت لره هلکان همیشه به وی کله چه ته اوینی هغوی گمان به اوکړی په هغوی باندی ملغلری خوری وری -

د مطعوماتو او مشروباتو د نعمتونو دذکر نه روستو د خدمتگارانو ذکرکوی (يَطُوفُ) یعنی خادمان په عمر د عدم بلوغ کښی تعبیر ئی په ولدان سره ددی وجی نه دی چه جنتیانو ته به داسی محبوب وی لکه اولاد د هغوی صرف خدمت کول به مقصد نه وی (مُخَلَّدُونَ) تیدیل او مرضونه، بوډاوالی او فنا ورباندی نه راځی (لُؤْلُؤًا مَنْثُورًا) تشبیه ده په حسن او صفائی او ډیروالی او خواره واره کیدلو دخدمت دپاره په جنت کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل