فَوَقَاهُمُ اللَّهُ شَرَّ ذَلِكَ الْيَوْمِ وَلَقَّاهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًا
نو بچ اوساتل دوی لره اللّه تعالٰی د سختئ ددغه ورځ نه او ورئی کړه دوی ته تازگی او خوشحالی -
ددی آیت نه تفصیل د بشارت شروع شو (لَقَّاهُمْ نَضْرَةً) تازگی، رنړا په مخونو کښی دا نعمت ظاهری دی (وَسُرُورًا) خوشحالی په زړه کښی دا نعمت باطنیه دی - خوشحالی د زړه سبب دی د تازگئ د مخ لیکن دلته ئی د مخ تازگی مقدم کړه ځکه چه هغه زر او هرچاته معلومیږی اوداپه بدله دخوف او دمحنت ددوی په ژوند ددنیا کښی ده -