إِنَّا نَخَافُ مِنْ رَبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا
یقیناً ویره کوؤ د رب خپل نه د ورځی سختی ډیری سختی نه -
داد ابرار بل صفت دی (إِنَّا نَخَافُ مِنْ رَبِّنَا) مخکښی خوف صرف د ورځ دقیامت نه وؤ او دا خوف د اللّه تعالٰی نه دی دپاره ددی چه د هیبتونو د قیامت نه ئی بچ اوساتی په خپل رحم و کرم سره (يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا) عَبُوس شونډی چورړی کوؤنکی مخونو لره خړکوؤنکی، تنگه یعنی سخته - قَمْطَرِيرًا: اوږده، سخته، تندی او روزولره چورړی تندی کوی -