اَلدَّهْر ۵

إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِنْ كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا

یقیناً‌ نیکان خلق په څښی د پیالو ډکو نه چه گډون به دهغی کافور وی -

د ابشارت دی شکرکوؤنکو لره نو دهغوی پنځه اوصاف او لس بشارات ئی ذکرکړی دی - (الْأَبْرَارَ) جمع د بَّر ده نیکی او احسان کوؤنکی د مخلوق سره - او ابرار هغه کسان وی چه هیڅ چاته اذی نه رسوی (مِنْ كَأْسٍ) هغه لوخی ته وئیلی شی چه مشروب په کښی موجود وی خالی لوخی ته کاس نه وئیلی کیږی (كَانَ مِزَاجُهَا) د عادت ددنیا والو په شان چه دمشروباتو سره بل څیز گډه وی دپاره د زیاتی فائدی او مزی (كَافُورًا) دا په برودت (یخ والی) او خوشبویئی کښی مشهوردی لیکن دا کافور ددنیا نه دی ځکه چه په هغه کښی بعضی ضررونه هم شته دی بلکه دا تشبیه ده د کافورسره په صورت او شکل کښی او حقیقت ئی روستو آیت کښی ذکرکړی دی (عِبَادُ اللَّهِ) اضافت د عبد او عباد چه یو نوم د اللّه تعالٰی ته اوکړی شی په قرآن کښی نو مراد ترینه هغه خلق دی چه بندگی ئی اللّه تعالٰی لره خاص کړی وی او د هرقسم شرک نه ځان بچ ساتی او دغه مؤمنان دی اوکله چه اضافت ضمیرته وی نوکله مؤحدین مراد وی لکه (ان عبادی لیس لک علیهم سلطان) او کله عام مراد وی لکه (ولا یرضیٰ لعباده الکفر) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل