اَلدَّهْر ۴

إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ سَلَاسِلَ وَأَغْلَالًا وَسَعِيرًا

یقیناً تیار کړی دی مونږ کافرانو لره زنځیرونه او طوقونه او اور بل کړی شوی -

دا تخویف اخروی دی دپاره د کفور انسان (سَلَاسِلَ) دا ترقی ده د ادنیٰ نه اعلیٰ ته او لاندی نه باندی ته ځکه سلاسل عذاب په خپو کښی دی او اغلال په سټ کښی وی او لاس ورسره تړلی شوی وی او دسعیر اثرپه ټول بدن باندی دی او داسی په سورة غافر (۷۱) کښی هم تیرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل