أَلَمْ يَكُ نُطْفَةً مِنْ مَنِيٍّ يُمْنَى
آیا نه وؤ دی ټکړه د منئ چه اچولی شی په رحم کښی -
دا دلیل دی په اثبات د بعث بعدالموت باندی په قیاس کولو سره په اول پیدائش باندی سره د ذکر د تحقیر د انسان منکرنه ( الذَّكَرَ وَالْأُنْثَى) دا دواړه نوعی د انسان کله په جمع پیدا شی او کله جدا جدا اوکله داسی وی چه دواړه اوصاف په کښی جمع وی او هغه خنثیٰ دی آیت هغه ته هم شامل دی - نو ذکر ته ئی حاجت نیشته لکه چه قرطبی وئیلی دی -