أَيَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى
آیا گمان کوی انسان دا چه پریخودلی شی بیکاره -
دا هم زجردی په انکار دحساب او د بعث بعدالموت سره او متعلق دی د ابتداء دسورة سره یعنی أَيَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَلَّنْ نَجْمَعَ عِظَامَهُ (سُدًى) مهمل (پریخودلی شوی) چه نه به مکلف کیږی احکام الٰهیو سره په دنیا کښی اونه به سوال و جواب وی په قبرکښی اونه به بعث بعدالموت وی اونه به حساب کتاب وی دا خیال ئی غلط دی -