أَوْلَى لَكَ فَأَوْلَى
تباهی ده تالره نو تباهی ده -
هرکله چه څلور گناهونه ئی ذکرکړل نو دهغی په بدله کښی څلور هلاکتونه ذکرکوی قرطبی د څلورو فرق داسی ذکرکړی دی چه وَیل (هلاکت) دی وی تالره په حال د ژوند کښی بیا دی هلاکت وی تالره په حال دمرگ کښی بیاپه ورځ د بعث کښی بیاپه ورځ ددخول د نار کښی (أَوْلَى) په معنیٰ د وَیل (هلاکت) دی دوهمه معنیٰ داچه اولٰی په معنیٰ د ښه لائق دی -