ثُمَّ ذَهَبَ إِلَى أَهْلِهِ يَتَمَطَّى
بیا لاړ خپل کورته لوئي کوؤنکی -
په دی کښی دده ډیر عناد ذکر دی یعنی په دغه څلورو کفریاتو باندی هیڅ خفگان او ندامت نه ښکاره کوی - بلکه الټه تکبراو لوئی کوی (إِلَى أَهْلِهِ) مراد ددی نه تابعداران شاگردان مریدان دده دی لکه چه په سورة تطفیف (۳۴) او سورة انشقاق (۱۴،۱۳) کښی دی (يَتَمَطَّى) په اصل کښی یتمطط دی او اوږدیدلو ته وئیلی شی یعنی د تکبر دوجی نه خپل سټ او خپله ملا اوږده وی او خپل قدمونه اوږده اوږده اخلی یا د مطا نه ماخوذ دی شاه ته وئیلی شی یعنی شاه تاوهی د وجی د تکبرنه او لاسونه وهی په وخت د رفتار کښی -