بَلِ الْإِنْسَانُ عَلَى نَفْسِهِ بَصِيرَةٌ
بلکه انسان خپل ځان لره لیدونکی دی -
بَل دپاره دترقئ دی د يُنَبَّأُ نه یعنی اخبار ته حاجت نیشته انسان په خپله ځان باندی گواه دی - (سوال) بصیرت مؤنث دی او انسان خو مذکردی؟ (جواب) اول داچه مراد ترینه جوارح (اندامونه) دی یعنی جَوَارِ حَهٌ شَاهِدةٌ ـ دوهم داچه تا په بصیرة کښی دپاره د مبالغی ده نه ده دپاره د تانیث - دریم الانسان کښی لام جارّه پټ دی یعنی للانسان علٰی نفسهِ جوراح بصیرة (مَعَاذِيرَهُ) جمع د معذار ده په معنیٰ دپردی دی یعنی اگرچه په ځان باندی پردی اچوی او خپل عملونه پټوی د وجی دشرم نه -