اَلْقِیامَة ۱۳

يُنَبَّأُ الْإِنْسَانُ يَوْمَئِذٍ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ

خبر به ورکړی شی انسان ته په دغه ورځ په هغه عمل چه مخکښی ئی لیږلی دی ا وروستو ئی پریخی دی -

داهم حال دآخرت دی په وخت دحساب یا د وزن داعمالو یا صحیفو تقسیمولو په وخت کښی (بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ) په دی کښی توجیهات دی (۱) قَدَّمَ، د مرگ نه ئی مخکښی کړی دی نیک یا بد عملونه وَأَخَّرَ، د مرگ نه روستو ښه طریقه یا بده طریقه ئی پریخودلی ده (۱) قَدَّمَ، گناه ئی کړی دی أَخَّرَ، طاعت ئی پریخودلی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل