اَلْمُدَّثِّر ۱۸

إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ

یقیناً‌ ده سوچ اوکړو او اندازه ئی اولگوله -

دا تفسیر دعناد دی چه په عنیداً ذکر شو او لس احوال دی دتکذیب کوؤنکی د رسول او قرآن دپاره په زجر ورکولو سره (فَكَّرَ) مراد داچه هرکله دده نه د قرآن او نبی په باره کښی تپوس اوکړی شو نو ده په هغی باندی د طعن دپاره سوچونه اوکړل (وَقَدَّرَ) یعنی د طعن کولو دپاره ئی په زړه کښی څه منصوبه جوړه کړله (فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ) دا په طریقه د دعا شرده اود اللّه تعالٰی دطرف نه په واقع کښی موجود ده اومراد ددی نه اهلاک او لعنت کول دی (ثُمَّ قُتِلَ) په دی کښی تکراراو کثرت د لعنت ته اشاره ده یا اول اشاره ده لعنت او اهلاک ددنیا ته او دوهم اشاره ده اهلاک دبرزخ ته او قدرئی دوه کرته ذکرکړو ځکه چه دطعن کولو دپاره ئی دوه قسمه کلمات جوړ کړی دی یو سحراو قول البشر چه ورپسی ئی ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل